اسلام آباد۔14ا??تو??ر(اے پی پی) د شنګھائي تنظيم غړيتوب سره به د پاكستان معيشت نړيوال معيشت سره د پيوست كولو، د سرمايه كارۍ موقعې ز??ات??لو او تجارت ته د ودې وركولو موقعې ترلاسه شي، چې ورسره د هېواد په مجموعي اقتصادي پرمختګ مثبت اصثرات مرتب كېدې شي۔ اقتصادي كارپوهانو وئيلي دي د اېس سي او غړے جوړېدل او د غونډو كوربتوب پاكستاني معيشت لپاره خوشبينه دي۔ اېس سی او مهم سيمه ايز تنظيم دے ، د دې په غړو هېوادونو كښ?? چين، روسيه ، هند او د منځنۍ آسيا هېوادونه په نړيوال معيشت كښ?? مهم كردار ترسره كوي۔ د دې تنظيم پلېټ فارم څخه د پاكستان معيشت ته يو شمېر ګټې ترلاسه كېدې شي۔ د اېس سي او د لارې پاكستان ته د چين ، روسيه او نورو هېودونو لخوا د سرمايه كارۍ نوې موقعې ترلاسه كېدې شي۔ په خاص توګه د چين لخوا ??ه پاكستان كښ?? د سرمايه كارۍ زياتېدو امكان دے۔ اقتصادي كارپوهانو ووئيل د اېس سي او غړو هېوادونو سره تجارتي اړيكې ز??ات??لو سره د پاكستان برآمدات زياتېدې شي۔ پاكستان به د مينځنۍ آسيا هېوادونو ته رسنه ولري كوم چې د توان او معدنيات بلها پنګې لري۔ د اېس سي او ??ه پلېټ فارم د توان څانګه كښ?? همكاري وده موندلې شي۔ د ګاز او تېل لوظنامې سره به د پاكستان د توان حاجت ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔ دوئي ووئيل د اېس سي او د لارې پاكستان ته د سيمې ايزې رابطې منصوبو كښ?? د برخې اغستو موقعه ترلاسه كيږي لكه د سړكونو ، رېلوېز او بندرځايونو جوړولو منصوبې كومې چې تجارتي تګ راتګ آسانولې او په سيمه اييز تجارت كښ?? اضافه كولې شي