اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي تحريك انصاف جلسې لپاره سرکاري وسائل بے دريغه استعمال كړي ٬ بايد تحقيقات وكړې شي او د دې باوجود اولس دوي مسترد كړې۔ د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرنو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? ده وو??يل تېره ورځ د پي ټي آئي جلسې لپاره چې خلق څنګه راوستلے شوي او د صوبې وزيراعلٰې چې كومه خله خوزولې دا د ھ??ه د چوكۍ توهين دے۔ ده وو??يل په جلسه كښې د رېسكيو 1122 د ګاډو پشمول سركاري ګاډې استعمال كړې شوي٬ امير مقام وو??يل عدالت كښې پيشۍ لپاره دوي ناروغه شي او په جلسه كښې په اسانۍ سره ګډون كولې شي٬ د كرپشن پېسو لپاره په خېبر پښتونخوا كښې پي ټي آئي خپل مېنځ كښ مشت و ګرېوان دي، د علي امين ګنډا پور په کرپشن د ھ??ه خپل وزير ګواه دے۔ وفاقي وزير وو??يل د علي امين ګنډا پور او د ھ??ه د مشر دروغ په ټولو واضحه شو۔ ده وو??ېل اولس د دوي جلسه مسترد كړې، دومره جلسه خو يونين کونسل هم كولې شي، كله چې جلسه ناكامه شوه نو دوي ناوړه خبرې پېل كړې كومې چې د افسوس وړ او زمونږ د رواياتو برعكس دي۔ انجينئر امير مقام وو??يل پښتانه د مېرمنو پحقله ښه روايات لري٬ مونږ د هر چا مور خور ته عزت وركوٶ٬ علي امين ګنډا پور چې څه د مريم نواز لپاره وئېلي ھغه د افسوس وړ دي۔ وفاقي وزير وو??ېل دوي د كركې خپرولو هڅې كړې او پښتون روايات ئې د پښو لاندې كړي۔ ده وو??يل په 9 مئي پي ټي آئي په دفاعي اهلکارو او تنصيبات بريد كولو سره دښمن خوشحاله كړے۔ انجينئر امير مقام وو??يل ګراني مخ په كمېدو او هېواد د ديواليه كېدو نه بچ شو او دا ترقي دوي نشي ليدلې، دوي دې په دلائل او کارکردګۍ خبره وكړي ۔ ده وو??يل اولس مطالبه كوي چې صوبې لپاره څه وكړي ، تېره ورځ جلسې لپاره چې كوم وسائل استعمال شوي بايد تحقيقات وكړې شي، زمونږ د ليډر شپ په اړه چې دوي كومه ژبه استعمال كرې د هغې غندنه كوٶ۔