اسلام آباد 27 اګست (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي زمونږ د منطقې 50 فيصده څخه زياته آبادي ??ر انټرنيټ رسنې څخه محرومه ده ٬ د غېر مساوي ډيجيټل تقسيم سبب څخه حقيقي پرمختګ كولو كښې خنډان راپېدا ك??ږي٬ پاكستان غېر مساوي ډيجيټل تقسيم ختمولو لپاره عزم لري۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اېشيا پي??فك ا??ډو??نسډنيټ ورك 58مې غونډې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په لويه شمېره د وګرو ګډون زمونږ د پرمختګ٬خوشحالۍ٬ټېكنالوجۍ٬تحقيق او اختراع له د مرستې په وده كښې د شريك عزم عكاسي كوي او دا دستوره اېشيا پي??فك منطقه كښې د ټيكنالوجۍ منتقلۍ ته وده٬تحقيق كښې آسانيو او د علم په تبادله كښې د پاكستان د غېر متزلزل مينې ثبوت دے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ډيجيټل انقلاب كښې د پاكستان زياتېدونكے رجحان د ستائنې وړ دے او د چېلنجونو او مسئلو مخ نيوي لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د اېشيا پي??فك ا??ډو??نسډ نيټ ورك٬ د لوړو زده كړو كميسون او د پاكستان ايجوكېشن اينډ ريسرچ نيټ ورك منطقه كښې د تكنيكي مرستې زياتولو هڅې د ستائنې وړ دي او تحقيق٬تعليم او ټېكنالوجۍ كښې شريك اهداف سر كولو لپاره د ټولو اتحاد د وخت مهم ضرورت دے۔ده ووئيل زمونږ د منطقې 50 فيصد څخه زياته آبادي تراوسه ??ر انټرنيټ رسنې څخه محروم ده او هم دا وجه ده چې د غېر مساوي ډيجيټل تقسيم سبب څخه حقيقي پرمختګ ترلاسه كولو كښې خنډان راپېدا ك??ږي۔