اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د صحت قامي وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول د اېم پاکس په پاکستان كښې دوه كېسونه رامخې ته شوي٬ نوې ويرينټ نه دے٬ د پخواني ويرينټ رانځورانو درملنې لپاره ښه واكسين موجود دي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فرح ناز اکبر، ??زهت صادق او آسيه ناز تنولي په هېواد كښې د اېم پاكس كېسونو پحقله د پام راګرځونې د نوټس په ځواب وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ايوان خ??ر كړو چې د صحت نړيوالې ادارې د اېم پاكس پحقله ايمرجنسي ځكه نافذ كړې چې په افريقه كښې د اېم پاكس نوې ويرينټ رامخې ته شوے چې تراوسه ئې علاج نه دې موندلے شوے۔ ده ??وئېل په دې موقع د اېم پاکس په پاکستان كښې دوه كېسونه رامخې ته شوي٬ نوې ويرينټ نه دے٬ د پخواني ويرينټ رانځورانو درملنې لپاره ښه واكسين موجود دي٬ اېم پاکس څه ځائي رنځ نه دے بلكې دا ټريول كوي ٬ دې لپاره د ډبليو ايچ او ګائيډ لائنز په رڼا ك??ې په بېلا بېل ايئرپورټس الرټ جاري كړے شوے او دا اقدامات د آبادي تحفظ لپاره پورته كړې شوي۔