اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د نړيوال اسلامي پوهنتون د تعلقات عامه څانګې او اتحاد القرا پاكستان ال??ال??ي تر اهتمام لاندې د حفظ القرآن آل پاکستان مسابقې فائنل او د حسن قرات محفل وكړے شو۔ د پوهنتون په فيصل مسجد كېمپس كښې شوې دې مسابقه كښی د ګر?? پاكستان سكولونو او مدرسو 500 ماشومانو ترمينځه مقابلو څخه وروستو فائنل ته رسېدونكو 15 حافظانو او په قرات كښې د مصر نوموړو قاريانو شیخ صمیر بلال او شیخ یاسر په شمول پاكستاني قاري سهېل احمد ترين برخه واخسته۔ دا مسابقه د بلوچستان پشين ض??عې حافظ معيد الله وګټله كوم ته چې انعام كښې د عمرې ټكټ وركړے شو۔ دويم پوزيشن د هري پور حافظ محمد نعمان ترلاسه كړو ده ته 20 زره روپۍ او د درېم پوزيشن په ترلاسه كولو د لودھرں طالبعلم ته 10 زره روپۍ وركړې شوې۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې د تعلقات عامه څانګې مشر ناصر فرید ووئيل چې قرآن سره تړون د دنيا او آخرت د كاميابۍ كنجي ده٬ قرآن د عمل كتاب دے۔ ده ووئيل فیصل مسجد ?? سعودی عربستان لخوا پاكستاني اولس لپاره يوه ډالۍ ده او په دې وروستيو كښې ?? سعودي عربستان سفير نواف المالكي ?? سعودي حكومت لخوا د فېصل مسجد رنګ روغن لپاره د فنډز راكولو اعلان كړے دے په دې ټول پاكستانې اولس ددوئي مننه كوي۔