اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي سينما د كلتور او د برداشت کلچر ته په ??ده وركولو كښې م??م كردار لوبولے شي، د پاکستان او قازقستان ترمېنځه په سباٶن كښې د مرستې روښانه امكانات موجود دي۔ دا خبره ده د شورو په ??رځ ??ه پاکستان نېشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د قازقستان سفارت لخوا د قازخ فلم “Kazakh Khanate” سکريننګ په ??وقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې م??قع د كلتور وفاقي نګران وزير جمال شاہ او ??ه پاکستان كښې د قازقستان سفير يرژان کستافين هم موجود وٶ۔ ده د قازقستان سفير يرژان کستافين او د وفاقي وزير جمال شاہ مننه كولو سره ووئيل د وفاقي وزير جمال شاہ نه ښه بل څوك د سنيما عكاسي نشي كولې۔ وفاقي وزير د سينما د لارې د كلتور ودې له د عزم څرګندونه كولو سره ووئيل د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د كلتوري اړيكو په ??ده كښې به د اطلاعات وزارت او د قامي ورثه وزارت د قازقستان د سفارت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل زمونږ په ??ړاندې لوئې چېلنجونه موجود دي چې پكښې يو د عدم برداشټ دے ٬ ده ووئېل د عدم برداشت كلتور خاتمې لپاره مونږ له د كلتور او ادب د لارې د اولس سوچ بدلولو ته اړتيا ده ۔ وفاقي وزير ووئيل د كلتور په ??ده كښې سينما يو خاص مقام لري ٬ دې لپاره به مونږ له ښه سينما ګانو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل قازقستان ډېر لرې نه دے٬ د دوي خاوره په جغرافيائي او كلتوري لحاظ سره مونږ سره تړلې ده او زه باور لرم چې نن به دلته د قازقستان فلم د اولس خوښ شي٬ ده ووئېل د زده كړې دا تجربه زمونږ اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره د پېل نكته پكار ده۔