اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د تربيتي وركشاب مقررينو په پاكستانۍ ميډيا زور راوړے دے چې هغه دې د س?? پيك په اړه د معروضي او په حقائقو د اډانه لرونكي رپورټنګ برخه جوړه شي او د ګېم چېنجر منصوبې په ضد د منفي پروپېګنډې دې مقابله وكړي٬ اولس لپاره د معلوماتو ذريعه خبريالان دي او د دوئي بې پرې رپورټنګ د پاكستان اولس ته د س?? پېك په اړه مستند معلومات رسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه مقررينو د ??نټ?? فار ډیموکرېسی اېنډ کلائمېټ سټډیز (سی ډی سی اېس) ترسېوري لاندې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا خبريالانو لپاره د درې ورځني وركشاپ په مهال وكړه۔ په پاكستان كښې د چين سفارتخانې پولیټیکل اېنډ میډیا سېکشن قونصلر ژونګ ووئيل پاكستانۍ ميډيا دواړو هېوادونو لپاره ګټور سي پېك ته وده وركولو او د چين پاكستان دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې د همكارۍ مثبت امېج جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي بياهم د س?? پېك په ضد جعلي خ??رونه او منفي پروپېګنډا هم د ميډيا په ځينې برخو كښې موجود ده د كومې به چې خبريالانو له مقابله كول وي۔ ده ووئيل چينائي سفارت د س?? پېك په اړه د پوښتنو ځوابونو وركولو يا د چينائي سفارت لخوا د پېل كړې شوې كومې هم منصوبې په اړه معلومات وركولو له چمتو دے۔ ده په خبريالانو زور راوړو چې هغوي د س?? پېك په اړه په حقائقو اډانه رپورټنګ وكړي او د ميډيا په ځينو برخو كښې په بدنيتۍ د اډانه مهمات او ناسمو معلوماتو خپرونكو په ضد دې خپل كردار ترسره كړي۔پاكستاني ملګرو سره ژوره مينه څرګندولو سره ژونګ ووئيل په دې هېواد كښې مې 6 كاله څخه زياتې مودې لپاره خذمات ترسره كړي دي۔ ژونګ بزنس ټو بزنس همكارۍ كښې د اضافې ډاډګيرنه كولو سره د سركاري او نجي څانګې په كچه د دوه اړخيزه مرستې په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل چين د توان په چېلنجونو قابو موندلو له پاكستان سره مرسته كوي چې ورسره به صنعتي پېداوار كښې اضافه او د مرستې لاره هواره شي۔ په چين كښې د پاكستان پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل ميډيا بايد په سي پېك بې پرې رپورټنګ وكړي۔ پاكستان لپاره د س?? پېك اهميت په ډاګه كولو سره دې ووئيل د س?? پېك لاندې دوه اړخيزه همكارۍ د پاكستان د توان او بنيادي اډانې په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے دے او ددې په دويم پړاؤ كښې پاكستان كښې د بې وزلۍ ختمولو ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ ٬ كركيلې او صنعتي پرمختګ ته پام ګرځولے شوے دے۔ د سرګودھا پوهنتون پخواني وائس چانسلر ډاكټر اشتياق احمد ووئيل د س?? پېك په اړه د رايې عامه تشكيل كولو كښې ميډيا ښكاره كردار لري۔ ده د س?? پېك په پرمختګ كښې د پاكستان د ميډيا د كردار او مرستې ستائنه وكړه۔ ده دا هم ووئيل چې اعلی تعليمي ادارې د س?? پېك حقيقي مېوې ترسره كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي او د دواړو هېوادونو د ژبو او كلتور په څانګو كښې فرق ختمولې شي۔ په درې ورځني تربيتي وركشاپ كښې نوموړي خ??ريال او اېنكرز/ تجزيه كار جاوېد اقبال ٬ رشيد صافي ?? عون ساهي ٬ سائرس قرېشي او محمد عمران هم ګډون وكړو۔