اسلام آباد۔25اکتوبر (اے پی پی) د جموں و کشمیر پیپ??ز فریډم لیګ چېئرمېن او پخواني کنوینئر کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد جموں و کشمیر محمد فاروق رحمانی وئيلي دي په كشمير د هند فض??ئي بريد او الحاق غندنې له به 27 اكتوبر په جموں وكشمير كښې او كشمير څخه بهر د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي٬ هند د جموں وكشمير اولس د خپلواكۍ پېدائشي حق څخه محرومه ساتلے دے٬ هند كشميريانو ته د رائے شمېرې حق په نه وركولو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزړي كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل هند آرټیکل 370 او 35 اے منسوخ كولو سره د خپل آئين د خلاف ورزۍ هم مرتكب شوے۔ ده ووئيل يو كشميرے هم د هند ملاتړ نه كوي هم دا سبب دے چې هند د يوې پیړۍ څخه راروان مستقل ر??ائ??ي قانون بدل كړو او 30 لکه څخه زياتو هندي غېر رياستي خلقو ته ئې د كشمير ډوميسائل وركړو دغسې چې د جموں و کشمیر مسلم اکثریتی کردار بدل كړے شي۔ ده خبردارے وركړو چې هند ته به كله هم د خپلو ناوړه عزائمو عم??ي كولو اجازه ورنه كړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په سيمه كښې استحكام او سوكالي يواځې د ملګرو ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې يو منصفانه او سوله ائيز حل سره راتللې شي