كراچي 22 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وز??ر مرتضٰی سولنګي وئېلي دي چې سپيځلې ټاكنې كول زمونږ شريكه ذمه واري ده٬لنډ مهاله حكومت به د ټاكنو لپاره ښه چاپيرچل جوړوي٬مېډيا د ټاكنو په مه??ل د الېكشن د بېلو پړاؤنو برخه وي٬په ټاكنو كښې اولس ته درست معلوماتو رسنه باوري كولو لپاره مستند رپورټنګ تر ټولو مهم وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سندھ لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)مقبول باقر سره د ??لا??ات په مهال په خبرو كښې كړې۔په ??لا??ات كښې په آزادانه٬منصفانه او سپيځلو ټاكنو كولو٬د ټاكنو عمل په مهال مېډيا ته د آسانۍ وركولو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔لنډ مهاله وفاقي وزير په دې موقع په خبرو كښې ووئيل چې د آئين له مخې به خپله ذمه واري ترسره كوو٬چا سره به د فرق سلوك نه شي كولې٬ټولو سياسي ګوندونو سره ښه اړيكې غواړو۔ده ووئيل چې مېډيا د ټاكنو په مه??ل د الېكشن د بېلو پړاونو برخه وي كوم چې د ټاكنو كميسون لپاره د پل ??رد??ر ادا كوي۔ده ووئيل چې په ټاكنو كښې مستند رپورټنګ تر ټولو مهم د?? دغسې چې تر اولس درست معلومات رسنه باوري كړې شي۔دواړو لارښودو په سپيځلې ټاكنو كولو كښې د بشپړه مرستې عزم پخلې وكړو