اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ وئيلي دي چې افغانستان لپاره د پاکستان خاص نمائنده آصف دراني دا مهال ?? افغانستان په دوره دے۔ د ج??عې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال دې ووئيل افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازي په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس دا د ھغ?? د ??فغانستان وړومبۍ سركاري دوره ده۔ دې ووئيل آصف دراني ب?? د ??ورې په مهال ?? افغانستان لنډمامه نائب وزيراعظم ملا عبدالکبير، لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي، د تجارت وزير نورالدين عزيزي، د صحت وزير ډاکټر قلندر عباد او د لوړو زده كړو لنډمهاله وزير شېخ ندا سره ملاقاتونه كوي۔ وياندې ووئيل په خبرو اترو كښې د دوه اړخيزه اړيكو ټول اړخونه شامل كړې شوې دي۔ دې ووئيل خاص نمائنده د ملاقاتونو په مهال سيمه ايز امن او سلامتيا لپار?? د ??ريك قوي هدفونو ودې لپاره افغانستان سره په ګډه كار كولو سره د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے۔ وياندې ووئيل پاكستان ب?? د ??لچسپۍ په ټولو چارو افغان لنډمهاله حكومت سره په فعاله توګه خبرې اترې جاري ساتي