اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پارلمان شريكې غونډې ته پارلماني غړو وئيلي دي چې پي ټي آئي د جمهوريت جنازه وېستلي ده، بايد د پارلمان احترام وكړې شي۔ د ګل په ورځ د پارلمان د ګډې غونډې ته خپلې وېنا ??ښې سينيټرعرفان صديقي ووئيل د هېواد په ګټه د ټولو اختلافاتو نه پس يو موټې كېدو ته اړټيا ده، د بھټو نه تر ننني تاريخ د جمهوريت تسلسل د قربانيو ثمر دے، هيله لرو چې د بلاول غوندې ځوانان به د پاكستان پېژندګلو او غږ جوړ شي، عمران خان د پرو??ز مشرف په ريفرنډم ??ښې د ھغه ملګرتيا كړې وه۔ ده ووئيل په منظم ډول په حساس ودانيو بريدونه شوې٬ زمونږ د اتلانو مجسمې سوځولے شوې دي٬ د عمران خان سوچ او ??كر جمهوري نه دے۔ سېنېټر دلاور خان ووئيل پي ډي اېم له د سپريم كورټ نه علاوه د ايوان صدر په وړاندې هم دهرنا وركول پكار ده۔ ده ووئيل د تشدد په اوسنيو پېښو ??ښې د ككړ كسانو په ضد كاروائي پكار ده۔ ده ووئيل كه په ټولنه ??ښې منطق او دليل سره خبرې كېږي نو ھغه ټولنه پرمختګ كوي٬ د پارلمان دې احترام وكړې شي ٬ په 15 ججز مشتمل فل بېنچ جوړول پكار دے