اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) پاکستان د هند په غیر قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بش??ي حقونو په خلاف ورزو د تشویش څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاکستان به سيمه كښې د بش??ي حقونو سنګینو او منظمو خلاف ورزیو په ضد غږ پورته كوي۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړي منصفانه او امناك حل لپاره د کشمیریانو سیاسی، سفارتې او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔دي ووئيل د هند د غير قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د ظلم سلسله روانه ده،اوسنيو كښې د هند قابضو ځواكونو راجوری، کپواړه او بارهموله ضلعو كښې 6 کشمیري ځوانان وژلي دي ??غسې راجوری او پونچھ ضلعو كښې د محاصرې او لټو?? کارروائۍ رواني دي،په دې مهال ځائې خلق ځورولې شوي۔وياندي ووئيل د هند د غیر قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر پلوامه ضلع كښې د هند نېشنل انویسټی ګیشن ایجنسی (این آئی اے) د آزادۍ مرستياله غړي فیاض احمد ماګرے 6 دکانونه ضبط کړې دي۔دي ?? هند په غیر قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بش??ي حقونو په سختو خلاف ورزو د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل د بش??ي حقونو دا خلاف ورزۍ بايد ختمې كړې شي