اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د عوام?? جمهوريه چين لنډ مهاله سفير پینګ چنکسو د نهې په ورځ په فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے ۔ د خزانې وزير په دوه اړخيزه ژورو او تاريخي اړيكو رڼا واچوله او په يو شمېر محاذونو يۍ د چين ل??وا د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده په اقتصادي، ??جارتي او مالیاتي برخو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړې كولو په حاجت زور هم راوړو۔ پینګ چنکسو ووئيل دواړه هېوادونه د ملګرتيا اړيكې لري۔ ده پاكستاني اولس ته د چين حكومت ل??وا د پرله پسې ملاتړ باور وركړو۔ دواړو اړخونو د موجوده همكارۍ په لا پياوړې كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې پاكستان كښی د سي پېك پروګرامونو كښې په شوي پېش رفت هم خبرې وشوې۔ پېنګ چنکسو د كركيلې ٬ صنعت ٬ آئي ټي او خذمات په څانګه كښې د پاكستان د صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چين په منطقه كښې معاشي سوكالي راوستلو له پاكستان س??ه په ګډه كار كول غواړي۔ د خزانې وزير پاكستان لپاره د چين ل??وا د مرستې او ملاتړ په ترلاسه كولو كښې د چينائي سفير د كردار ستائنه وكړه