اسلام آباد 13اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكس??ان د موسمياتي بدلون او قدرتي آفت څخه پېدا شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د كار استعداد زياتولو لپاره د انټرنېشنل رېسكيو كمېتۍ پرله پسې ملاتړ اغستو له خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د انټرنېشنل رېسكيو كمېټۍ(آئي آر سي)صدر او د سي اي او ډيوډ ملي بينډ سر?? په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ هغ?? سره ملاقات كړے۔پاكس??ان سره د آئي آر سي د قدر وړ او پخواني شراكت ستائېلو سره وزيراعظم تېر كال د سېلاب په مهال د آئي آر سي په وخت د مرستې كولو ستائنه كړې ۔ده د آئي آر سي صدر د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعمير نو په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل پاكس??ان د موسمياتي بدلون او آفات مخ نيوي لپاره د كار استعداد ته لا ودې وركولو كښې د آئي آر سي د پرله پسې ملاتړ په طمعه دے۔د?? په سېلاب ځپليو سيمو كښې د تباه شوو سكولونو او روغتونونو بيا تعمير او مرمت لپاره د آئي آر سي د قدر وړ مرستې په اهميت هم زور راوړو ۔ډيوډ ملي بينډ تېره كال د تباه كونكي سېلاب اثرات كمولو لپار?? په وخت د اقدامات په كولو د پاكس??ان حكومت عزم ستائېلے ۔ده د آفات او موسمياتي بدلون د مخ نيوي په انتظام كښې د پاكس??ان سره مرسته ل?? زياتولو له د آئي آر سي د خواهش هم پخلے وكړو ۔په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان٬سيد طا??ق فاطمي٬د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر لك او د اړوند وزارتونو اعلٰی چارواكي موجود وو