اسلام ??باد 21مارچ(اے پی پی)د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي په پاكستان كښې دوه كروړه 28 لكه ماشومان دا مهال سكولونو ته نه ځي ٬ د سكول څخه بهر ماشومان د تعليم په كالو سنګارولو لپاره به ټيلي سكول پاكستان ډيجيټل پروګرام مرستياله ثابت شي ٬د سلام ??باد تر حد پورې به كوم هم ماشوم د سكول څخه بهر پاتې نه شي۔د دې خيالا??و څرګندونه ده د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د ټيلي سكول پاكستان اپيليكېشن پرانستې په موقع دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د تعليم وفاقي وزير ووئېل په لږه موده كښې مونږ مهم اقدامات كړي٬د وزيراعظم په مشرۍ او وژن كښې مونږ هڅې كړي او ټيلي سكول د دې لړۍ يوه كړۍ ده٬ګوګل فار ايجوكېشن په دې پروګرام كښې لويه مرسته كړی۔ده ووئيل شهباز شريف انډومنت فنډ٬ليپ ټاپ سكيم پشمول ځوانانو لپاره ډېر لوي مهم پروګرامز پېل كړي٬د دې نه علاوه د استاذانو د تربيې په اړه هم ډيجيټل پروګرام ??امل دے٬معياري تعليم نيغ په نيغه تربيت يافته استاذانو سره تعلق لري ٬په دې اړه كومه زياته بهتري نه وه خو د استاذانو د تربيت په اړه مونږ يو جديد ټريننګ انسټي ټيوټ جوړ كړے ۔ده ووئيل په قامي نصاب نظرثاني يو مسلسل عمل دے دغسې چې په نړۍ كښې د رامخې ته كېدونكې جدت او بدلونونو سره دا مطابقت ولري٬د تعليم وده د شهباز شريف وژن او ترجيح ده٬د دې پروګرام لپاره پي ټي سي اېل زمونږ سره بشپړه مرسته كړې او د تعليم په څانګه كښې دا يو مهم سنګ ميل دے ٬ ده ووئېل په پاكستان كښې 2 كروړه 28 لكه ماشومان د سكولونو څخه بهر دي كوم چې په نړۍ كښې تر ټولو زيات دي٬د داسې اقداما??و څخه په دې شر?? كښې كمے راشي٬د كوم چې په جسماني توګه رسنه نه وي د هغوي لپاره دا پروګرام ډېر مهم دے٬هڅه به كوو چې د اسلام ??باد تر حد دا يو رول ماډل وي او دلته كوم هم ماشوم د سكول نه بهر پاتې نه شي ٬ ده ووئېل د كورونا په مهال د فاصلاتي تعليم اهميت لا زيات شوے ٬ده ووئيل په كال 2015 كښې مونږ يو قامي نصاب كونسل جوړ كړے د كوم چې د دې نه پس كومه غونډه نه ده شوې٬اوس د دې بيا تشكيل نو كوو او اوس د دې غونډه رابلو٬په قامي نصاب كښې صوبې شامل نه وي٬اوس څلور واړه صوبې قائل كړے شوي او هغوي پرې لاس ليك كړے ۔ده ووئيل مونږ له به بنيادي تعليم ته پام كول وي٬ ده ووئېل په پاكستان كښې اعلٰی تعليمي ادارې جوړې شوي خو هلته معياري تعليم نشته٬هم دا وجه ده چې د نړۍ په ټاپ رينكنګ پوهنتونونو كښې زمونږ كوم پوهنتون نشته٬زمونږ په پوهنتونونو كښې شوے تحقيق زمونږ د هېڅ كار نه دے