اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي ټېکس محتسب د خذمات دائره كار پراخه كولو په حاجت زور راوړلو سره په ټېكس چار?? كښې د چارواكو د بدانتظامۍ په ضد د فوري انصاف رسولو او د محتسب د كردار په اړه د اولسي شعور بېدارولو هدايت كړے۔ ده د ګل په ورځ د وفاقي ټېكس محتسب لخوا د كال 2022 رپورټ وړاندې كولو په موقع د خيالاتو څرګندونه ??ول??۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې وفاقي ټېكس محتسب ډاكټر آصف محمود جاه صدر مملكت ??ه د كال 2022ء رپورټ وړاندې كړو۔ په دې موقع صدر مملكت ته په بريفنګ كښې ووئيل شول اېف ټی او ??ه د كال 2022ء په مهال 7000 شکایتونه ترلاسه شول٬ په كال 2021 ء كښې د د ترلاسه شكايتونو شمېره 2816 و??۔ د كال 2022ﺀ په مهال په ترلاسه شوو 7000 شكايتون?? كښې د 6500 شکایتونو ازاله وكړې شوه٬ ټېكس محتسب د 7 اربه روپو ريفنډ كلېمز اېف بي آر څخه ټېكس وركوؤنكو ته ادا كړو۔ ده ووئېل د اېف ټي او په 78 فیصد پرېكړو عملدرآمد وكړے شو٬ په بهر هېوادون?? كښې د مېشته پاكستانو وګړو د شكايتونو ازالې له په اېف ټي او سېكرټرېټ كښې يو اوورسیز پاکستانیز شکایات ازاله سېل قائم كړے شوے ۔ بریفنګ كښې ووئيل شول کسټمز/ټېکس سره د اړوندو خذماتو له يو سهولت ډېسك هم جوړ كړے شوے ۔ په كال 2022 ء كښې 88 څخه زيات د خبرتيا سېشنز وكړے شول۔ په ګرد هېواد كښې د وفاقي محتسب په اړه اولسي شعور بېدارولو له رابطه كمپائن وچلولے شو۔ دغسې صدر مملکت د وفاقي ټېكس محتسب لخوا ټېكس وركوؤنكو ??ه د ريليف په رسولو د ادارې د كاركردګۍ ستائنه ??كړه