ګوجرانواله/لاهور 03 مارچ (اے پي پي)د مسلم لیګ( ن) چیف آرګنائزر او سینئر نائب صدر مریم نواز وئيلي دي چې مسلم لیګ (ن) د ټاكنو لپاره چمتو دې،كاميابي به ترلاسه كوو،عمران خان خپل انجام ته رسيدلې دې ،لانګ مارچ او جیل بھرو تحریك دو??ړه ناكامه شوي ، د ګوجرانواله وګړو عمر له د نواز شریف ملګرتيا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعي په ورځ ګوجرانواله ك??ې د مسلم لیګ (ن) تنظیمی کنونشن ته وينا كښې وكړه۔مریم نواز ووئيل پنډال ته راغليو ميلمنو ته هركلې وايم۔زه د پاکستان تحریك انصاف كارمندانو ته وئيلي غواړم چې نن زمونږ دا کنونشن وګوري كوم كښې ??ې هر ځائې ځوانان په نظر راځي۔دې ووئيل د ګوجرانواله اولس عمر له زمونږ ملګرتيا كړي او دا د مسلم لیګ ن مركز دې، 2018 كښې چې كله آر ټی ایس سسټم خراب شو او نتيجې بدل كړې شوي بيا هم د ګوجرانواله وګړو دغه فتنے او نوسر باز مسترد کړې ؤ او مسلم لیګ (ن) دلته څخه کامیابی ترلاسه ك??ې وه۔دې ووئيل زه د دې ځائې د اولس مننه كوم هغوي ټول عمر له زمونږ ملګرتيا كړي ، 2014 په دھرنه ك??ې هم عمران خان د ګوجرانواله څخه ??ایوس شوې ؤ ځكه چې د دې ځائې اولس د هغه ملګرتيا نه وه ك??ي۔مریم نواز ووئيل نن هم مخالفین ته زما په خبرو تكليف رسي او هغوي زما د دروغو پراپیګنډہ کوي حالانکه اولس پرویز الهی،یاسمین راشد او د فواد چوهدری آډیوز اوريدلي دي او د هغوي ډرامې په ډاګه شوي۔دې ووئيل كله چې د محمد نواز شریف په ضد پانامه کیس راوړلې شو نو هغوي ته څه هم ترلاسه نه شو بيا ئې په اقامه او د زوي څخه ??ه تنخا نه اخستلو وزیر اعظم هاؤس څخه بهر كړو۔دې ووئيل هېواد كښې د عمران خان په صورت كښې يوه فتنه راغلې چا ??ې هېواد تباهۍ ته رسولې دې،زه د هغه نوسر باز څخه ??وښتنه كول غواړم چې نن د نواز شریف لور په ګوجرانواله ك??ې اولس ته وينا كوي او د هغه لور چرته ده