اسلام آباد 18 اكت??بر (اے پي پي)د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي چې د كار ساز پېښې نن پنځلس كاله پوره شو خو نن هم مونږ د كار ساز پېښې شهيدانو قربانۍ ياد ساتو۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې دې ووئيل د جمهوريت استحكام لپاره پيپلز ګوند بې شمېره قربانۍ وركړې دي٬د اكت??بر 18مه نېټه په عظيم قربانو كښې د يوې قربانۍ ورځ ده٬ د اكت??بر په 18مه نېټ?? كال 2007 په لاكهونو كسان د شهيد بنظيربهټو هركلي كولو لپاره د كراچۍ هوائي مېدان ته رارسېدلې وو٬ګڼ شمېر كسانو د خپلې قائدې بېنظيربھټو د اوږدې مودې هېواد څخه بهر پاتې كېدو نه پس خپل هېواد ته په راستنېدو د هغې تاريخي هركلے وكړو۔په دې مهال په چاودنو كښې د پيپلز ګوند ګڼ شمېر كارمندان شهيدان شوي دي۔د كار ساز پیښه كښې د شهيد شويو كارمندانو ته نن هم سلام كوم٬وفاقي وزيرې ووئيل د امريكې صدر د پاكستان په اړه ?? افسوس وړ بيان وركړې۔وزيراعظم او خارجه وزير په سمدستي توګه رد عمل كړې۔د امريكې سفير خارجه وزارت ته راتللو سره احتجاجي مراسله وركړی شوې۔د دې نه پس د امريكې د اړخه د صدر جوبائيډن په بيان وضاحت راغلې٬پاكستان د خپل جمهوري اثاثو حفاظت كول پيژني٬پاكستان يو ذمه واره اتومي رياست دے۔وفاقي وزيرې ووئيل يو تن د خپلې انا په خاطر په اووه چوكو ضمني ټاكنو كښې برخه واخسته دغه تن اسمبلۍ ته تللو له چمتو نه دې٬هغه د خپل سياست په خاطر د سائفر ډرامه وكړه۔پيپلز ګوند په جمهوريت باور لري٬دې ووئيل جمهوري نظام ك??ې اولسي مسئلې حل كېږي