اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي) د حكومت اتحادي ګوندونو د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د ټاكنو زر كولو غوښتنه رد كړی٬دوي وئېلي دي په هېواد كښې به ټاكنې كله كېږي٬د دې پريكړه به حكومتي اتحادي ګوندونه كوي٬كومې ډلې له به د طاقت په بنياد د پريكړې مسلط كولو اجازه ورنه كړی شي٬د قانون خلاف ورزي كوونكو په ضد به كاروائي كوو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي شريك بيان كښې پخواني صدر آصف علي زرداري٬د پكستان مسلم ليګ(ن)قائد او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد بيان او ?? تورونو په سختو ټكو غندنه وكړی شوه۔په بيان كښې وئېلي شوي د پاكستان وزيراعظم به د قانون له مخې د پ??ك پوځ سرلښكر پريكړه كوي٬په فارن فنډډ فتنې دړكې او ډكټېشن نه كېږي۔په بيان كښې وئېلي شوي د پ??ك پوځ سرلښكر٬د حساس ادارو مشرتابه٬افسران٬چيف الېكشن كمشنر پشمول د نورو په نخښه كولو مقصد بليك ميلنګ دے كومه چې سياسي رويه نه بلكې د سازش برخه ده٬٬په آئين او قانون كښې واضحه ده چې د آرمي چيف پشمول په نورو چوكو تقرري د وزيراعظم دستوري اختيار دے ۔په بيان كښې وئېلي شوي د اقتدار څخه محروم كس قامي ادارې د يو سوچ او ايجنډې له مخې په نخښه كوي٬د پ??ك پوځ شهيدانو په ضد ناوړه كمپائن٬په پوځ كښې د بغاوت بيانونه او د ډاډګيرنې وړ اقدامات د هېواد دښمنۍ مترادف ??ي كوم به چې د آئين او قانون له مخې ترسره كولې شي۔په بيان كښې دا هم واضحه شوې چې د هېواد معيشت او د سېلاب ځپليو بحالي ته دا مهال پام لرنه كېږي په دې به هېڅ ډول سمجهوته نه كېږي٬حكومت٬ادارې او اولس دې ته متفق دي چې د سياسي عدم استحكام پېدا كولو اجازه به ورنه كرې شي او دغسې معيشت ته د زيان رسولو او وسائل تر سېلاب ځپليو رسنې عمل به هېڅ صورت ځپلے كېدو ته پرې نه ښودلے شي۔په بيان كښې وئېلي شوي د اكتوبر په 16مه نې??ه كال 2022 د شوو ضمني ټاكنو نه پس د اتحادي حكومت د قامي اسمبلۍ چوكۍ د 174 څخه 176 ته رسېدلې دغسې د فتنې او تكبر په وجه په قامي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي 8 چوكۍ كمې شوې دي