اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزیر ا??ظم محمد شهباز شریف د پاکستان او برتانيې ترمينځه په قوي شراكتدارۍ زور راوړلو سره وئيلي دي دوه اړخيزه تجارت، سرمایه کاري، سلامتیا، دفاع،ك??تو?? او په اولسي كچه رابطو ته پراختيا وركولو له خوښي لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د برتانيې لیبر پارټۍ ډپټي لیډر دی رائټ آنر ایبل اینجلا رینر سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهي په ورځ ده سره د هاؤس آف لارډز غړي لارډ واجد خان سره ملاقات كولو ۔ د برتانيې لیبر بارټۍ ډپټي ليډر پاکستان كښې په اوسني سيلاب كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیرا??ظم ووئيل پاکستان په نړيوال کاربن ??خر??ج كښې د يو فيصد څخه هم د كمې برخې لرلو باوجود ماحولیاتی بدلون كښې تر ټولو زياتو ځپليو هېوادونو كښې يو دے۔ دغسې وزیراعظ په 16.5 ملیونه پاؤنډ انسانی مرسته د برتانيې حکومت مننه وكړه۔ د پاکستان او برتانيې ترمينځه د شراکت دارۍ زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وزيرا??ظم تجارت، سرمایه کارۍ، سلامتیا، دفاع، ك??تو?? او د اولسي رابطو پشمول په ګڼو څانګو كښې مرستي زياتولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده د دواړه هېوادونو اولسونو ترمينحه نزدې اړيكو له د 1.6 ملیونه پاکستانیانو د مثبت کردار خصوصی حواله وركړه۔ لارډ واجد خان وزیرا??ظم ته ووئيل برتانيه كښې مېشته پاکستانیان د سیلاب ځپليو لپاره مرسته او بحالۍ له هڅي كوي۔ دغسې د برتانيې پلاوي وزیرا??ظم له د سیلاب ځپليو مرستي لپاره د مرستي باور وركړو۔