اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې سرمايه كارۍ لپاره دې داسې اهداف وټاكلې شي د كومو ترلاسه كول چ?? زر تر زره ممكن وي٬كوټلې ماركيټنګ د بهرني سرمايه كارو مائل كو??و لپاره ضرورې دې٬په هېواد كښې د كاروباري سهولت مركزونو زر تر زره بشپړولو او د كاروبار لپاره ښه ماحول رامخې ته كو??و له دې په رېګولېټري اصلاحاتو كار تند كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د بورډ آف انوېسټمنټ ترمخه ر??انو پروژو او بېل اقداماتو پېشرفت په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د كاروباري سهولت مركزونو زر تر زره بشپړولو او د كاروبار لپاره ښه ماحول رامخې ته كو??و له په رېګولېټري اصلاحاتو دكار تندولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نړيوالو سرمايه كارو سره د بي ټي بي لوظ نامو بشپړولو او لاس ليك شوي مفاهمتي يادښتونو ته عملي شكل وركو??و له دې كوټلې روډ ميپ جو?? كړې شي۔ ده ووئيل سرمايه كارۍ لپاره دې داسې اهداف مقرر كړی شي د كومو ترلاسه كول چ?? زر تر زره ممكن وي٬ كوټلې ماركيټنګ د بهرني سرمايه كارو مائل كو??و لپاره ضرورې دې۔وزيرعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل شو چې د 35 خصوصي اقتصادي زونز جيوګرافيكل انفارمېشن سسټم د لارې سروے شوې۔ خصوصي اقتصادي زونز كښې د روانو پروژو په اړه پېشرفت تندو??و له ډېټا شته٬د خصوصي اقتصادي زونز لا فعاله كو??و لپاره 18 نكاتي پلان جو?? شوې ګڼ شمېر چينائي كمپنو سره بي ټي بي لوظ نامې شوي او د 70 ملين ډالر ماليت مفاهمتي يادښتونه لاس ليك شوي۔په غونډه كښې د آسان كاروبار اېكټ 2024 په اړه تجويزونه وړاندې كړې شول۔ غونډه كښې د نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔