استنبول۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خ??رونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او تركيه په ګډه د دستاوېزي فلمونو جوړولو او د شريكو خپرونو وړاندېز وركولو سر?? وئيلي دي پاكستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے ، په پاكستان كښې د تركيه ډرامې او فلمونه زيات خوښولې شي۔ ??ا خبره ده د تركيه د قامي ټي وي چېنل ” ټي آر ټي ورلډ” هېډ كوارټرز دورې په مهال ډي جي انټرنېشنل براډ کاسټ عمر فاروق تنیویردی سر?? ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته ٬ په ګډه د فلمونو جوړولو او د سېلګرۍ ودې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان تركيه سر?? د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه دا اړيكې په شريكو تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري اقدارو اډانه لري۔ ??ه ووئيل د تركيه حكومت سر?? د ډرامو او دستاوېزي فلمونو شريك پروډكشن په اړه اړوندې لوظنامې زمونږ د ستراتېجيكي فرېم ورك برخه دي۔ وفاقي وزیر ووئيل په پاكستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے۔ په ګرمايئ اولمپکس كښې د 92.97 میټر جیولین تھرو ریکارډ جوړؤنكې پاكستاني زلمي ارشد نديم ذكر كولو سر?? وفاقي وزير ووئيل د ارشد ندیم قيصه زياته متاثر كونكې ده٬ مونږ په داسې ځوانانو دستاوېزي فلمونه جوړولې شوو۔ په پاكستان كښې د شندور پولو فيسټول په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل شندور پولو فیسټول سر?? سېلګرۍ او كلتور سر?? سر?? لوبو ته وردې وركولو له هم مرسته ترلاسه كيږي۔ ??ه ووئيل شندور پولو فیسټول د نړۍ تر ټولو اوچت ځاے كښې كېدونكے پولو مېچ دے۔ ده ووئيل پي ټي وي ورلډ سر?? په ګډه په شندور پولو فیسټول دستاویزی فلم ګردې نړۍ ته وړاندې كېدے شي۔ وفاقی وزیر د ټی آر ټی ورلډ او د پاکستان ټېلی ویژن د شريكو خپرونو وړاندېز هم وركړو۔ په ملاقات كښې د اطلاعات وفاقي وزير د مقبوضه كشمير مسئله رامخې ته كولو له په كشميري اولس روانو ظلمونو سر?? د اړوندو ډیجیټل دستاویزي فلمونو جوړولو په ضرورت هم زور راوړو۔ وفاقي وزیر د ټي آر ټي ورلډ د بېلو څانګو دوره هم وكړه۔