اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د اسلامي جمهوريه پاكستان صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې هر يو پاكستانے وګړے پرته له مذهب ٬ ذات ٬ رنګ يا نسل د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو حق لري ٬ د قائداعظم محمد علی جناح د اقليتونو حقونو او مذهبي آزادۍ تحفظ لپاره د اګست په 11 مه نېټه كال 1947 كړي لوظ د پاتے كېدو عزم پخلے كوؤ٬ صدر مملكت د اقليتونو ورځې 11 اګست په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل چې د پاكستان په سماجي ا?? اقتصادي پرمختګ كښې د اقليتونو د كردار په اعتراف كښې مونږ دا ورځ لمانځؤ۔ د قائداعظم محمد علی جناح د اقليتونو حقونو او مذهبي آزادۍ تحفظ لپاره د اګست په 11 مه نېټه كال 1947 كړي لوظ د پاتے كېدو عزم پخلے كوؤ۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان په آئين كښې اقليتونو ته ټول سياسي ٬ معاشي ا?? سماجي حقونه ت??لاسه دي۔ زمونږ مذهب اسلام د اقليتونو د حقونو تحفظ په بشپړه توګه ت??ليموي۔ ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې پاكستان اقليتونه په سياسي ٬ سماجي ا?? معاشي توګه په خپلو پښو اودرولو له يو شمېر ګامونه پورته كړې دي۔ مونږ په سركاري ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره 5 فيصده كوټه او د پارليمان په دواړو ايوانونو كښې چوكۍ بېلې كړې دي۔ دې سره سر ه بې وزله او مستحق وګړو سره مالي مرسته كولې شي ٬ دوئي ته واده لپاره ګرانټس او د دوئي زده كوؤنكو ته ت??ليمي وظيفې وركولې شي۔ د دوئي د عبادت ځايونو بيا رغونې او خيال ساتلو له د فنډز اجراﺀ سره اړوند ګامونه پورته كولې شي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د خپلو اقليتونو د مذهبي ٬ سماجي ٬ سياسي ا?? معاشي حقونو تحفظ باوري كولو عزم لري۔ هر يو پاكستانے وګړے پرته له مذهب ٬ ذات ٬ رنګ يا نسل د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو حق لري۔ صدر مملکت ووئيل د ټولنې ټولې طبقې په شمول د مذهبي سكالرانو ٬ اقليتي نمائندګانو او ميډيا دې خلقو ته د اقليتونو د حقونو په اړه پوهاوې وركړي ا?? پاكستان يو مضبوط هېواد جوړولو له دې د بېن المذاهب همغږۍ ٬ مينې ٬ زغم ٬ ورورولۍ او يو والي جذبې ته وده وركولو له كار وكړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاكستان به د دوئي د حقونو تحفظ له هره ممكنه هڅه كوي ا?? په ژوند كښې مخ په وړاندې تللو له به دوئي ته يو برابر موقعې وركوي۔ ده ووئيل باور لرم چې د پاكستان اقليتونه به د هېواد پرمختګ لپاره خپل مثبت كردار ترسره كوي۔