اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد او ملت لپاره د محترمه فاطمه جناح خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي فاطمه جناح د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې د پاكستان په تحريك كښې مهم كردار ترسره كړے ۔هغه يوه بهادره، اصول پرسته او قوي اعصاب لرونكې ميرمن وه۔د نهې په ورځ د محترمه فاطمه جناح 57مې برسۍ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د مادر ملت كردار د مير??نو لپاره د عزم و استقامت، حوصلې او لارښودن?? ذريعه د??۔ هغه د قائد اعظم محمد جناح دست راست او جان نثاره خور وه۔ده ووئيل محترمه فاطمه جناح د آزادۍ تجريك لپاره هر يو پړاؤ كښې د لكه سېورې د قائداعظم سره ولاړه وه۔ محترمه فاطمه جناح د قائداعظم محمد علي جناح غوندې همت لرونكې ، اصول پرسته ، محنتي او په هر مشكل كښې ثابت قدمه پاتې كيدونكې ميرمن وه۔ دغسې محترمه فاطمه جناح د مير??نو د آزادۍ د تحريك د هر وړومبۍ ډلي لارښوده وه۔ محترمه فاطمه جناح د پاكستان جوړېدو نه ??س په عملي سياست كښې هلې ځلې كړي۔ سپيكر ووئيل هغې عمر له د اولس او په خاص توګه د مير??نو ښېګړې لپاره كردار ترسره كړے او د قيام پاكستان نه ??س ئې پاكستان ويمن ايسوسي ايشن جوړ كړے۔د هغې د هېواد او قام لپاره خذمات به عمر له غوره ټكو ياد ساتلې شي۔