پېنډۍ ۔22جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف شهيدانو ته د هغوي په سترو قربانيو د عقيدت پېرزينې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې پاك پوځ د هېواد تحفظ له تل ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ هارون وليم وطن لپاره د خپل ځان قرباني و??كړه ، د ده دا قرباني به تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي٬ ټول قام د اقليتي و??ورولۍ قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري٬ مونږ ټول به په ګډه يو حقيقي فلاحي رياست جوړوؤ٬ په هېواد كښې مهذب نظام ٬ تحمل ٬ زغم او ورورولۍ ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په سېنټ ھالز چرچ كښې د پاك پوځ سپاهي هارون وليم وروستي رسوماتو په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم د هارون وليم كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل تېره ورځ په كے پي كے كښې په آئي اي ډي بريد كښې شهيد شويو هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني و??كړه۔ ده ووئيل د پاكستان تاريخ دا ډول بلها قربانۍ لري او په دې دور كښې يۍ مثال موندلے نه شي۔ ده ووئيل په پرونۍ د افسوس وړ پېښه كښې هارون وليم وطن لپاره د خپل ژوند قرباني و??كړه۔ ده ووئيل حكومت ٬ وسله وال پوځ او ټول قام قرباني و??كوؤنكو فرزندانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د دوئي دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ وزيراعظم ووئيل پاسټر سیموئیل په خپله وېنا كښې پاكستان لپاره د قرباني و??كوؤنكې مسيحي و??ورولۍ تاريخ بيان كړے دے۔ په آرمی، ن??وی، ایئرفورس كښې مسيحي و??ونړو په خپله وينه تاريخ رقم كړے دے۔ دا ننۍ ورځ مونږ ټولو لپاره د عبرت ده٬ په هېواد كښې ژوند كوؤنكو د كروړونو په شمېر مسلمانانو سره اقليتي و??ورولۍ هم د پاكستان خذمت كړے دے او مسيحي و??ورولۍ د ژوند په بېلو څانګو كښې په زړه پورې خذمات ترسره كړي دي و??یراعظم ووئيل د زده كړو په مېدان كښې د دوئي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ما خپله په مشنري سكول كښې سبق وئيلې دې او د خپلو استاذانو مننه كوم۔ ده ووئيل ټول ق??م او د پاك پوځ سرلښكر د دوئي د قربانيو د زړه له كومي څخه اعتراف كولو له دلته راغلي دي۔ ده ووئيل زه د پاك پوځ سرلښكر ٬ د پاك پوځ جنرل آفیسر کمانډنګ، ځوانانو او سپاهيانو ته سلام كوم كومو چې هېواد لپاره قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د يو بهترين نظام لاندې د خپلو شهيدانو د كورنيو خيال ساتي۔ ده ووئيل قرآن د شهيدانو د عظمت ګواه دے چې دوئي ته مړه مه وايۍ ٬ دوئي ژوندي دي۔ وزيراعظم د هارون وليم كورنۍ سره د زړه له كومي د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ ستاسو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او ستاسو دې قربنۍ سره به ستاسو د كورنۍ نامه تر قيامته روښانه وي ولې چې تاسو د هېواد نامه روښانه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په ګډه دا هېواد عظيم جوړ كړؤ٬ د شهيدانو د وينې قربانۍ په نتيجه كښې به پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي۔ په دستوره كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منېر ٬ د وسله والو ځواكونو افسرانو ٬ وفاقي و??يرانو٬ د هارون وليم كورنۍ او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔