اسلام آباد۔17مئی (اے پي پي ) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د امنيتي اندېښنو تر مخه قامي اسمبلۍ ودانۍ ګېر چاپېره حفاظتي ا??دا??ات باوري كول ضروري دي ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې دفاع وزير ووئېل ودانۍ ته د داخلېدو په ځائے په سوونو خلق موجود وي د چا چې هيڅ معلومات نه وي جې دغه چا راوستي دي ، د هال نه بهر هم خلق وي ، د لفټس په وړاندې او کوریډور كښې جلوس په شکل كښې خلق ولاړ وي ، دا امنيتي اندېښنه ده ۔ اول د غړي سره د پاسز وركولو شمېره مقرر وه۔ ده ووئېل زما سره معلومات شته چې اوس ه?? څه وخت کومه ناخوشګواره پیښه رامخې ته كېدې شي ، په داسو كښې چې كومه پیښه وشوه هغه ګاډې لس ورځې پاکستان كښې ولاړ ؤ ، دلته كوم لټون نه كېږي او كوم هم مشکوک سړے داخلېدې شي ، ده ووئېل يو يو غړے لس لس كسان راولي، زما دا درخواست دے چې د امنيتي اندېښنو تر مه احتیاطي ا??دا??ات باوري كړې۔ ده ووئېل په ګیلرۍ كښې ناست خلق چغې وهي جې ورسره د غړو تقدس مجروح كېږي ، دا سلسله ختمول پكار دي، دا نه موچي دروازہ ده او نه ډي چوک دے چې چغې سوري اوهلې شي ، ده ووئېل مېلمانه دې ضرور راشي خو ??عر?? دې نه دي وهل پكار ، مونږ له د ایوان عزت برقرار ساتل پكار دي۔ سپیکر وئېل ما د دې نه وړاندې هم زب??ني هدایات جاري كړي او بيا مې په 14 تاریخ تحریري توګه وئېلي۔ سینیټ ته راتلونكې مېلمانه هم دلته راځي ، رینډم چیکنګ هم كېږي، مونږ داخله وزارت او آئي جي اسلام آباد سره هم خبره كړې ٬ مونږ به سخت ایکشن اخلو