اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په اذلان شاه ها??ي ټورنمنټ كښې فائنل ته په رسېدو ?? هاكۍ ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ?? هاكۍ لوبغاړي زمونږ اتلان دي٬ ?? هاكۍ ډلې يو ځل بيا نن قامي لوبه ژوندۍ كړه٬ د ډلې كاميابۍ لپاره لاس په دعا يو۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد سره ?? هاكۍ قامي لوبډلې غړو سره په وېډيو لنك خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د لوبو ودې ته زياته پام لرنه كوي۔ په اذلان شاه ها??ي ټورنمنټ كښې په زړه پورې كاميابۍ لوبډلې ته مباركي وركولو كښې ده ووئيل د اذلان شاه ها??ي ټورنمنټ فائنل به د پي ټي وي سپورټس د لارې نېغه په نېغه ښودلې شي۔ ده ووئيل د سبا مېچ لپاره به په پي ټي وي چېنلز ??و ورځپاڼو كښې د ډلې په كاميابو رڼا اچولې شي۔ ?? هاكۍ ډلې د غوره كاركردګۍ ستائنه كولو سره وفاقي وزير ووئيل پاكستان نيوزي لېنډ، ماليزيا او كوريا سره زبردست لوبه كړې او كاميابۍ ئې ترلاسه كړې۔ ده ووئيل ټول قام ?? هاكۍ ډلې سره ولاړ دے او ستاسو كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے٬ ستاسو كاميابي به ټول قام سره په ګډه لمانځو٬ ده ووئېل مونږ د خپلو اتلانو بېرته راستنېدو ته سترګې په لار يو