اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سرمايه كا??ۍ بورډ ته په هېواد كښې سرمايه كا??ۍ او د نوي كا??وبار پېل لپاره د نورو آسانيو پېدا كولو هدف وركولو سره وئيلي دي د ټولو اړوندو وزارتونو او صوبائي حكومتونو په اعتماد كښې اغستو د ون ونډو آپريشن په طرز يو طريقه كا?? وضع كړئ، د بهرنيو سرمايه كا??و لپاره د دوست هېوادونو د كا??وباري پلاويو دورې او په سټاك ايکسچينج كښې رېكارډ تندوالے د بهرنو او ځائي كا??وباريانو او سرمايه دارو د حكومت په پاليسو د باور عكاسي كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كا??ۍ او كا??وباري هلو ځلو لپاره آسانۍ او ودې لپاره د لوړې كچې د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو جام کمال خان، محمد اورنګزيب، عبدالعليم خان، احد خان چيمه، رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاکټر جهانزېب خان، د قامي اسمبلۍ غړو علي پروېز ملک٬ بلال اظهر کياني، د وزيراعظم کوارډينيټر رانا احسان افضل او اړوند چاورواكو ګډون كولو٬ د دې نه علاوه د صوبو چيف سېكرټريز نوموړو كا??وباري شخصياتو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو ۔ غونډې ته په هېواد كښې د سرمايه كا??ۍ ودې او په كا??وبار كښې آسانۍ لپاره د ون ونډو آپرېشن په طرز جديد او د نړيوال معيار نظام جوړولو په اره تجويزونه وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم د سرمايه کاري بورډ ته ټولو اړوند وزارتونو، ادار و، کاروباري ورورولۍ او صوبائي حکومتونو په اعتماد كښې د اغستو سره زر تر زره يو جامع نظام ته حتمي شكل وړاندې كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل ګرده نړۍ كښې سرمايه كا?? هل??ه مخه كوي چرته چې كا??وبار كښې لږ خنډان وي٬ په تېر دور حكومت كښې د خادم پاكستان په حېث مې په هېواد كښې د سرمايه كا??ۍ او كا??وبار ودې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كړي٬ د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل د پاليسو تسلسل او هېواد كښې د معاشي بحالۍ هدف سر كولو كښې ښه معاون كردار لوبوي٬ ده ووئېل پاکستان كښې كا??وباري هلې ځلې او د بهرنۍ سرمايه كا??ۍ وده زمونږ د ډلې د محنت ښكاره ثبوت دے٬ په دې ټول اړوند وزيران او افسران د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د بهرنو سرمايه كا??و لپاره د دوست هېوادونو د كا??وباري پلاويو دورې او په سټاك ايکسچينج كښې رېكارډ تندوالے د بهرنو او ځائي كا??وباريانو او سرمايه دارو د حكومت په پاليسو د باور عكاسي كوي۔ ده امر وكړو داسې طريقه كا?? تجويز كړئ چې سرمايه كا??و او نوو كا??وبار پېل كوونكو ته د لږ نه لږ خنډان ورمخې ته وي ٬ په دې لړ كښې د نړيوال شهرت يافته ماهرينو خدمات دې هم ترلاسه كړے شي او د تګلارې وضع كولو په وخت دې د كا??وباريانو نمائندګان او صوبائي حكومت هم په اعتماد كښې واخستلے شي۔