اسلام آباد20مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان دا مهال معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬په ماضي كښې تباهۍ پلو په بوتللو د هېواد ډېر زيان شوے٬اپوزېشن دې په پارليمنټ كښې خپل مثبت كردار تر سره كړي دغسې چې هېواد مخ په وړاندې بوتللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي پروګرام كښې وكړه ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د آئي اېم اېف سره روانې خبرې اترې د ډاډ وړ وګرځولې ٬ ده ووئېل په هېواد كښې يو داسې سياسي ګوند شته چا چې د آئي اېم اېف دفتر وړاندې به مظاهره كولو په مذاكرات كښې د خنډ رامخې ته كولو هڅه كړې٬دا معاشي ترهه ګري ده ۔احسن اقبال ووئيل هېواد په مستقل توګه په قرضونو او په مرستو نشي چلېدې ٬ مونږ له به اوس خپل پیداواري صلاحيت زياتول و?? او په هېواد كښې د ايكسپورټ ايمرجنسي لګولو ضرورت دے۔د يادونې وړ ده تېر كال د منصوبه بندۍ وزارت 5 اي?? ف??م ورك مرتب كړے ؤ چې پكښې ايكسپورټ٬انرجي٬ايكويټي٬اي-پاكستان او انوائرمنټ شامل دي۔په 5 ايز فريم ورك عملدرآمد لپاره د منصوبه بندۍ وزارت يو جامع منصوبه جوړه كړی او په دې اړه د ټولو وزارتونو څخه تجاويز هم اخلو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير و??ئيل د پاكستان ټولو چمبر آف كامرس له به خپل كردار ادا كول وي دغسې چې د كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ن??رو څانګو كښې ويليو ايډېشن سره په دې څانګو كښې نور فعاليت راوستلے شي۔