اسلام آباد۔18مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر ??رد??ر اياز صادق او دوهم سپيكر غلام مصطفی شاه په شمال وزيرستان كښې د ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشن كولو پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د ترهګرۍ د ناسور په ضد جنګ كوي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرو په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواګونو ترڅنګ ولاړ دے۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانونو قرباني وركوؤنكو مېړ??و فرزندانو وينه به بې ځايه ن?? ځي۔ ده ووئيل د اولس سباؤن محفوظ جوړولو له د دوئي قربانۍ به تل ياد ساتلې ??ي۔ دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ هم د ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشن كو??و امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ د ناسور نوغې ويستلو له ټول قام يو موټې دې او خپ??و امنيتي ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔