پیښور 20 دسمبر(اے پي پي)د پاكستان رېلويز لخوا د پېښور څخه كراچۍ لپاره عوامي ايكسپرېس ټرين بحال كړے شوے۔د رېلوے چارواكو له مخې عوامي ايكسپرېس رېلوے اسټېش?? څخه كراچۍ لپاره روان ك??ے شوے۔چارواكو وئېلي دي ټرين 360 مسافرو ??ره په 35 ساعتو كښې كراچۍ ته رسېدلے ٬عوامي ايكسپرېس كښې د 1500 مسافرو ګنجائش شته او كرايه 4 زره روپۍ د يو مسافر په سر مقرر كړی شوې۔ د رېلوے چارواكو له مخې د عوامي ايكسپرېس سروس اګست 2022 كښې د سېلاب له امله بند شوے ؤ ۔مسافرو هم د عوامي ايكسپرېس په بيا پیل كولو د خوشحالۍ څرګندونه كړې٬د هغوي وينا ده چې د بسونو او ويګنو په نسبت د ټرين سفر د آرام وي۔مسافرو د پاكستان ريلويز څخه د نورو ټرينونو هم پېل ??ولو غوښتنه كړې ده ۔