اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) پاکستان او روانډا شريكې ګټې لپاره دوه اړخيزه سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيكې قوي كولو لپاره اقتصادي او تجارتي مرستې زياتولو لپاره د خپل خواهش پخلے كړے دے۔ صدر ډاکټر عارف علوي او د روانډا د سينيټ صدر ډاکټر ک??لن??ا فرانکوئس زيو??ئر ترمېنځه په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شړيكې خوښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د روانډاد د سينيټ صدر د شورو په ورځ سره د خپل پلاوي په ايوان صدر كښې صدر مملکت سره ملاقات كړے۔ پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئ??ل پاکستان روانډا سره د دوستۍ خپلې اړيكې لا مستحكمول غواړي او په دې حقيقت د اطمينان څرګندونه كوي چې دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئ??ل پاکستان روانډا سره خپلو اريكو ته ډېر اهميت وركوي او دوه اړخيزه تجارت د خپل حقيقي صلاحيت له مخې زياتول غواړي۔ صدر مملكت پلاوي ته ووئ??ل پاکستان په جنوري كال 2024 كښې په قاهره كښې څلورم پاك افريقه ټرېډ ډويلپمنټ کنفرنس او سنګل کنټري نندارتون كوي۔ ده هيله ولرله چې د روانډا بزنس مېن به په دې دستوره كښې ګډون وكړي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كاروبار نوې لارې ولټولې شي۔ صدر مملكت په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيل ظلمونه رامخئ ته كړل او په غزه كښې د نورې تباهۍ او خونړي جنګ لاره نيولو لپاره ئې په جنګ بندۍ زور رواړو۔ پلاوي په پاكستان كښې په تود هركلي او په مېلمستياﺀ د صدر مننه وكړه۔ د روانډا د سينيټ صدر ډاکټر ک??لن??ا فرانکوئس زيو??ئر په دې موقع ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه بهترين اړيكې قائم دي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د لا مضبوطولو په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل روانډا پاکستان يو عظيم شراكتدار ګڼي او د شريكې خوښې په څانګو كحې دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي ۔ډاکټر ک??لن??ا فرانکوئس زيو??ئر صدر ته ووئيل روانډا په اسلام آباد كښې په خپل سفار?? بېرته كولو غور كوي