اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی) د تعليم او پیشه ورې تربيې وفاقي وزير مدد علي سندهي د وفاقي نظامت تعليمات تر انتظام لاندې تعليمي ادارو 300 ځپلې شوي ډيلي ويجز استاذان بيا په خپل م??از??تونو بحال كړې د??۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل چې د ډيلي ويجز استاذانو معاملې لپاره د اعلٰی كچې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ده ٬ د دغې كمېټۍ د پريكړۍ تر راتللو استاذانو ته هدايت شوې چې هغوي خپله تدريسي وظيفه روانه وسات??۔ ده ووئيل چې دا پريكړه د تعليم سېكرټري سره د مشاورت نه پس شوې٬ دا استاذان كومو چې پنځلس كلونو څخه د وفاقي نظامت تعليمات تر انتظام لاندې تعليمي ادارو كښې په ډېلي وېجز خپله تدريسي وظيفه ترس??ه كوله ٬ م??از??تونو څخه برخاست كړې شوې وو۔ وفاقي وزير د استاذانو پلاوي سره د ملاقات په موقعه د دې معاملې حل كولو لپاره د اعلی كچې يوه كمېټي جوړه كړه۔ دا پنځه كسيزه كمېټۍ د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر په مشرۍ كښې جوړه كړې شوې ده۔ د كمېټۍ په نورو غړو كښې د انټر بورډ كوآرډينېشن كمېټۍ ډائرېكټر جنرل ظفر محمود ملك٬د تعليم وزارت ايډمن ډپټي سېكرټري حميد خان نيازي٬د تعليم وزارت ډپټي سېكرټري فارمل ايجوكېشن عماره ??سي?? او د وفاقي نظامت تعليمات ډائرېكټر(اېډمن)نويد انجم شامل دے