اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) پاکستان ??و ځل بیا دا خبره تكرار كړې ده چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل له ??را??دادونو سره سم د جمو او کشمیر د شخړې د عادلانه او سوله ییز حل لپاره به د کشمیریانو سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام وركوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د ګل په ورځ په يو پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستاني اولس خپلو كشميري وروڼو او خوېندو سره د 5 اګست 2019 هندي غېر قانوني ګا??ونو 4 كلونو بشپړ كېدو په موقعه د روانې اګست مياشتې په 5 مه نېټه د بشپړه يو والي څرګندونه وكړه۔وياندې ووئيل چې هند كال 2019ء څخه وروستو مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو د آبادۍ د تناسب بدلولو لپاره يو شمېر ګا??ونه پورته كړي او په كشميري اولس يۍ ظلم زياتې سوا كړې دې۔ وياندې ووئيل چې هند د انتخابي حلقو ټاكلې حد بندي كړې ده۔ د لكھونو په شمېر غېر كشميري وګړو ته يۍ جعلي ډوميسائل جاري كړې دي او په موجوده انتخابي فهرستونه كښې بدلون كولو سره يۍ په دې كښې د لكھونو په شمېر په عارضي توګه پا??ې كېدونكي كسان شامل كړې دي۔ دې ووئيل د دې كاروايۍ مقصد د مقبوضه كشمير اولس د ووټ اچولو له حق نه محرومول او په خپله خاوره كښې دوئي د جنيوا د څلورم كنونشن خلاف ورزي كولو سره په بې طاقته اقلیت كښې بدلول دي۔ وياندې ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې د جمو او كشمير اولس ته دا حق ترلاسه دے چې هغوي د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو شمېرې دلارې د خپل سباؤن تعين په خپله وكړي او دا حق دوئي ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو ??را??دادونو كښې وركړے شوے دے۔