اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه سمدستي وروستو د ګوادر په پرمختګ كښې ژوره خوښي ښكاره كړه او د تېر كال په نيمائي كښې يۍ په ذاتي توګه د پورټ سټي دوره وكړه چرته چې ده د بلوچستان صوبې لپاره د 100 اربه روپو پرمختيائي پېك?? اعلان كولو او ??ار لپاره د زيات رقم بېلولو سره سره د اېسټ بے اېكسپرس وے په شمول د بنيادي اډانې مه??و منصوبو پرانسته هم وكړه۔ وزيراعظم تېر كال په جون مياشت كښې د ??ار دورې په مهال په ګوادر كښې د اوبو ، برېښنا او د انفراسټركچر د ټولو روانو پرمختيائي منصوبو په ټاكلي وخت كښې او ګوادر كښې د 12 لک ګېلن ډی سېلېنېشن پلانټ زر تر زره د بشپړ كولو امر كړے وو۔ شهباز شريف اړوندو چارواكو ته هدايت كړے وو چې په ګوادر بندر ځايې ډرېجنګ پېل كولو سره دې “برېک واټر” لپاره عملي ګامونه هم پورته كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د ګوادر روغتون د تعمير كار دې د دسمبر په ځايې په ستمبر كښې بشپړ كړے شي۔ ده د ګوادر د ټولو 16,523 بې وزله كورنيو په بے نظیر انکم سپورټ پروګرام كښې د شاملولو امر هم وكړو۔ وزير اعظم د “چائنا ایډ” لخوا د ګوادر سی واټر ډی سیلینیشن پلانټ، جنګټل ګوادر پرائیویټ لمیټډ، ہینګمی لبریکینټ پلانټ، ہینګینګ ایګریکلچرل انډسټریل پارک، ګوادر ایکسپو سینټر او د ګوادر فرټیلائزر پلانټ د بنياد تيګه هم كېښوده۔ دې سره سره هغه 3000 سولر پېنلز هم ووېشل۔ د وزیراعظم د خصوصي هداياتو په نتيجه كښې تر دې دمه په ګوادر كښې په يو شمېر منصوبو په زړه پورې پېشرفت شوے دے۔ د سركاري ذريعو له مخې 20 نوې منصوبې د بشپړ كېدو پړاؤ څخه تېرېږي۔ د 12 لکه ګېلن اوبو د ورځې صفا كولو پلانټ په وروستي پړاؤ كښې دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف د سی پېک د يوې برخې شپږ لارې ایسټ بے ایکسپریس وے پرانسته وكړه۔ ایسټ بے اېکسپریس وے په ګوادر ??ار كښې د بنيادي اډانې يوه لويه منصوبه ده۔ ګوادر پورټ كوم چې د سي پېك مركز دے په تزويراتي توګه منطقه كښې د تجارت د يو لويے مركز جوړېدو صل??حيت لري۔ ذريعو زياته كړې چې د اربونو ډالر لګښت سره د سي پېك لاندې ??ار كښې تر دې دمه په بشپړ شويو منصوبو كښې ګوادر پورټ، ګوادر فری زون ساؤتھ (فیز I)، ایسټ بے ایکسپریس وے، پاک چائنا ټیکنیکل اینډ ووکیشنل انسټی ټیوټ ، پاکستان ګوادر فقیر مډل سکول، فائبر آپټک، ای کسټم سسټم ، پلانټ ټشو کلچر لیب ??ینډ ګرین هاؤس، لائیو سټاک، د مېرمنو په مشرۍ كښې ګارمنټس فېکټری، ګوادر پوهنتون او جی ډی اے-انډس روغتون شامل دے۔ په ځايې كچه دا مه??ې منصوبې به ځايي وګړو له يو شمېر يسانۍ باوري كړي او په منطقه كښې به د پرمختګ د نوي دور پېل ثابت شي۔