اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پېك منصوبو د پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ شوې چې پكښې د اړوندو وزارتونو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير د چين دورې په مهال د پرېكړو د پېشرفت هم جاج واغست۔ وفاقي وزير وو??يل د چين دورې په مهال د چين مشرانو سره هر دوه مياشتې پس د جوائنټ وركنګ ګروپ غونډو كولو ته اتفاق راغلے ۔ وفاقي وزير وو??يل د سي پېك د يوې لسيزې په بشپړېدو دې د پاكستان ټول وزارتونه د معاشي او معاشراتي ثمراتو مرتب كولو په منصوبو رپورټ جوړ كړي۔ د يادونې ??ړ ده د جولائي په 5مه نيټه كال 2013 كښې د سي پېك لوظنامه د پاكستان او چين ترمېنځه شوې ده، د سي پېك په لسيزه به ګرد هېواد كښې دستورې كولې شي