اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی)په هېواد كښې روان سياسي صورتحال د خبرو اترو د لارې حل كولو په لړ كښې د پيپلز پارټي لخوا د جوړې كړې كمېټۍ د سيد يوسف رضا ګېلاني ??ه مشرۍ كښې نن د بلوچستان نېشنل پارټي مينګل ګروپ لارښود د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير آغا حسن بلوچ٬د توان وزير مملكت هاشم نوتيزئي او سېنېټر نسيمه احسن شاه سره په اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔??ه ملاقات كښې د كمېټۍ په نورو غړو كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره٬د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر هم ګډون كولو۔د جمعې په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې ??ه ملاقات كښې دې خبرې ته اتفاق راغلے چې هېواد د موجوده كېفيت څخه خلاصولو لپاره د خبرو اترو لاره ضروري ده او ټو??و سياسي ګوندونو له به په هېواد كښې د جمهوريت استحكا?? او ??رم??تګ لپاره د خبرو لاره خپلول وي۔??ه ملاقات كښې په هم اتفاق راغلے چې په حكومت كښې شامل ټول سياسي ګوندونه به د يو شريكې تګلارې له مخې د خبرو لاره هوارولو له مخلصانه هڅې كوي٬په دې موقع د پيپلز پارټي د مذاكراتي كمېټۍ د پخواني آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري چيئرمېن د دې عزم هم پخلے وكړو چې پيپلز پارټي د هېواد څخه د بي يقيني كېفيت ختمولو لپاره به خپل متحرك كردار ادا كوي او په دې لړ كښې دا كمېتي جوړه كرې شوې٬مذاكراتي كمېټۍ د دې نه پس د نېشنل ډيموكريټك موومنټ چيئرمېن محسن داوړ او د نېشنل ډيمو كريټك مووم??ټ انفارمېشن سېكرټري جمال داوړ سره د هغه په استوګنه ملاقات كړے او په هېواد كښې د جمهريت استحكا?? او د آئين پاسدارۍ په اړه ئې مذاكراتي كمېټۍ ته تقويت وركولو له ??ه ممكن اقدامات غور كړے ۔د كمېټۍ مشر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل په حكومت كښې د شاملو ټو??و سياسي ګوندونو مشرانو او استازوو ??ه مشاورت سره به عمل زر تر زره بشپړ كړے شي او نن په دې لړ كښې مذاكراتي كمېټۍ په حكومت كښې د شاملو دوو مهمو ګوندونو استازو سره د مشاورت عمل بشپړ كړي