اسلام آباد 21فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګرمۍ كښې د برېښنا ترسيل نظام ښه والي او د لوډمنيجمنټ مناسب اقدامات او حكمت عملې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو امر كړے ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د ګ??مۍ موسم له د برېښنا ترسيل او لوډمنيجمنټ په اړه يوه مهمه غونډه ??شوه۔په غونډه ??ښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په ګرمۍ كښې د برېښنا ترسيل نظام ښه والي او د لوډمنيجمنټ له مناسب اقدامات وكړئ۔هغه په دې خبره زور راوړو چې دې مجوزه حكمت عملۍ ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ دغسې چې د ګ??مۍ راتللو څخه وړاندې اړوندو ادارو سره يو كوټلے او جامع پلان موجود وي۔وزيراعظم ووئيل د ګ??مۍ په مياشتو په خاص توګه د روژې مباركې مياشتې په مهال لږ تر لږه لوډشېډنګ دې وكړے شي۔وزيراعظم په دې امر د اطمينان څرګندونه وكړه چې د برېښنا پیداوار په اړه انرج?? مكس كښې ځايې ايندهن او د متبادل وسائلو برخه پرله پسې زياتېږي چې په سبب يې په ګران ايندهن انحصار كمېږي او په درآمدي بل كښې هم خاطره خواه كمے راځي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د حوېلي بهادر شاه پاور پلانټ آپرېشنل كولو لپاره سمدستي اقدامات وكړئ۔ده پاور ډويژن٬پیټروليم ډويژن او نورو اړوندو ادارو ته د برېښنا پېداوار او لوډ منيجمنټ په اړه د همغږۍ او د روابط ښه كولو هم هدايت كړے۔په غونډه ??ښې وزيراعظم ته د برېښنا پیداوار او لوډمنيجمنټ په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو چې پكښې وئېلې شوي په اولس د برېښنا لوډشېډنګ بوج د لږ نه لږ اچولو لپاره موثر اقدامات كېږي۔په غونډه ??ښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوندو اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو