لاهور۔18فروری(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې عمران خان د فارن فنډنګ او توشه خانې كېسونو څخه بچ كېدو له په كور كښې ??ټ ناست دے٬ د اوسنيو آډيو ليكس بايد پلټنې وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ماډل ټاؤن كښې ??يډيا سره خبرو كښې ??كړه۔ عطا تارړ ووئيل م??نږ د عدالتي پرېكړو په وړاندې خپل سرونه ټيټوؤ او عمران خان كور كښې ??اتې كېدو سره د ضمانتونو اخستو هڅې كوي٬ د عمران خان سوچ دا دے چې عدالتي پرېكړې تاخير سره مخ كړي۔ ده ووئيل په غلام محمد ډوګر د ډي آئي جي آپرېشنز لاهور په حېث اختياراتو څخه د تج??وز كولو تور دے ٬ مونس الهي د پروېز الهي په حكومت كښې ??ه يو شمېر زمكو قبضې وكړې۔ ده ووئيل د وائرل شوې ويډيو تحقيقات ولې كولې نه شي۔ عدالت عالیه دې هېود د آئيني ادارې په حېث د دې آډيوز سپېځلې تحقيقات وكړي۔ ده ووئيل د پروېز الهي پرنسپل سېكرټري خان محمد بھټي اختيارات په ناوړه توګه كارولو سره په مبينه توګه د كروړونو روپو غبن كړې٬ عدالت بايد ددې هم نوټس واخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د هېواد د معيشت د برباد كولو ذمه وار دے۔