نیویارک۔25جنوری(اے پی پی) پاکستان په افغانستان کښې د سیاسي ثبات او د بشري حقونو د باوري كولو لپاره د نوې ستراتیژۍ خپلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي افغانستان لپاره بهرنۍ مرسته د طالبانو په اوسني حك??مت فشار زياتولو سره د تړلو پخوانۍ ستراتيژي كاميابه نه ده ثابت شوې۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان دائمي استازې منير اکرم د بي بي سي راډیو او بي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کښې وو??يل په افغان حکومت كښې سياسي ثبات او د بشري حقونو په اړه خبرې او د دوي قانع كولو له به يوه نوې ستراتيژي لټول وي دغسې چې ستونزو سره مخ افغانانو لپاره د نړيوال ملاتړ لړۍ روانه وساتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د افغان حك??مت ځينې پړیكړې د نړيوالې ورورلۍ په نزد د قبلولو وړ نه دي ٬ پاكستان له د يو ګاونډي هېواد په حېث افغانستان سره پاتې كېدل دي او په افغانستان كښ چې څه هم كېږي اغېز يۍ په پاكستان راځي۔ ده وو??يل مونږ د طالبانو په مشرۍ كښې افغان حك??مت سره د رابطو روانو نه ساتلو متحمل كېدے نه شؤ٬ طالبان يو حقيقت دے ٬ په ګرد هېواد كنټرول لري او له دې كبله مونږ له به دوي سره تعلق ساتل وي۔ ده وو??يل كه افغانستان لپاره نړيواله يا بشري مرسته بنده كړې ??وه نو د دې په نتيجه كښې به مونږ له قحط ٬ لوږې ٬ د كډوالو نقل مكانۍ ٬ د لويې كچې بې ثباتۍ او په ترهګرۍ كښی د زياتوالي په څير سخت صورتحال سره مخ كېدل وي۔ هم دا سبب دے چې مونږ له به افغانستان كښې اقتصادي بحالۍ له رابطې ٬ بشري مرسته او همكاري روانه ساتل وي ولې چې هم دا د افغان اولس بې وزلۍ او دوي ته له پېښو ستونزو څخه د ويستلو لاره ده۔ ده وو??يل افغان معيشت له مينځه تللے كوم چې 75 فيصده په بهرنۍ مرسته اډانه لري۔ ده وو??يل افغان اولس سره نړيواله مرسته دې روانه وساتلې شي كومه چې زمونږ بنيادي نقطه ده۔ د طالبانو لخوا د كړو لوظونو نه پاللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده پوښتنه وكړه چې د رابطې نه غېر نړيواله ورورولي بل څه كولې شي؟ ولې چې د دې متبادل افغانستان كښې د دې نه زياته تباهي ده۔ ځكه افغان حك??مت سره د تعلق ساتلو او د هغوي قائل كولو له د هڅو روانو ساتلو نه غېر بله لاره نشته۔ ده وو??يل دا ښكاره خبره ده چې مونږ هغوي څنګه او كله قائل كول?? شوو ٬ دا غېر يقيني خبره ده خو مونږ به طالبان خبرو ته كېښنوو او د هغوي به مثبت ځواب كوؤ۔ د مېرمنو او انجونو د زدكړو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل پاکستان مېرمنو لپاره د زده كړو آسانۍ برابرولو له د طالبانو د قائل كولو هڅه كوي ولې چې د نړيوالې مرستې په پروګرام كښې د دې كردار زيات مهم دے بياهم مونږ له به سختو حالاتو كښې هم كار كول وي