سیالکوټ۔18دسمبر (اے پی پی) ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې عمران خا?? بشپړه هڅه کړې چې زمونږ ملي امنيتي او دفاعي ادارې متنازعه کړي خو ناکامي يې مقدر شوې۔ د تېرې مياشتې په 29 مه نېټه د پوځ سرلښكر د تعينات كېدو عمل بشپړ شو كوم چې عمران خان هم قبو?? كړې ٬ عمران خان تر 10 كالو د وزيراعظم پاتې كېدو خوب ليدلو او هم له دې كبله يۍ د مهمو ادارو متنازعه كولو هڅه وك??ه ٬ عمران خان د هېواد معيشت ته سخت زيان رسولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې يو وركرز كنونشن ته خطاب كښې وك??ه۔ ده ووئيل عمران خان به دا وئيل چې زه به قرضې نه اخلم خو د هېواد په تاريخ كښې دومره قرضه كوم حكومت نه ده اخستې كومه چې د پي ټي آئي حكومت اخستې ده۔ ده ووئيل برطانوي ورځپاڼې فنانشل ټائم د عمران خان په ضد ليكلي دي چې دې سړي د شوكت خانم په نامه اخستې د زكواة او خېرات پېسه هم خوړلې ده۔ دې بايد د فنانشل ټائم انتظاميې په ضد كېس وك??ي٬ دې كېس ځكه نه كوي چې دا سړے دروغژن دے۔ ده ووئيل عمران خان او د ده ډله د پاكستان د دېواليه كېدو شور كوي خو زه تاسو ته باور دركوم چې هېواد به كله هم ډيفالټ نه شي۔ ده ووئيل نواز شريف د خپل ځوي نه د تنخا نه اخستو په جرم نااهل وګرځولے شو كوم چې هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئيل زه د نواز شريف سپاهي يم او لاس په دعا يمه چې هغه خپل هېواد ته بېرته راشي او زمونږ د ټولو مشري وك??ي۔ ده دعا وك??ه چې پاك پروردګار دې مونږ ټولو ته په نېغه لاره د تللو توفيق راكړي۔ امين