بيجنګ 01 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين په دوه ورځنۍ دوره بيجنګ ته رسېدلے دے ٬ د نهې په ورځ د بېجنګ په هوائ?? مېدان د چين لوړ پورو د وزيراعظم محمد شهباز شريف تود هركلے كړے٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د خزانې وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، احسن اقبال، د اطلاعات وزيره مريم اورنګزېب، خ??اج?? سعد رفيق، چوهدري سالک حسېن، سردار اسرار ترين، خاص مرستيال طارق فاطمي، سيد فهد حسېن، ظفر الدين محمود، جهانزېب خان او د سندھ وزيراعلٰې سيد مراد علي شاه هم وزيراعظم سره ملګري دي٬ د اپرېل په 11مه نيټه د وزيراعظم جوړېدو نه پس د شهباز شريف دا د چين وړومبۍ دوره ده او دوي دا دوره د چين د رياستي كو??سل لي کي چيانګ په بلنه كو??٬ د چين د کميونسټ پارټۍ شلم نېشنل كانګرېس تاريخي تابيا او د صدر شي جن پنګ په درېم ځل عمومي سېكتر منختب كېدو نه پس د وزيراعظم شهباز شريف د چين دوره كو??كے وړومبے لارښودو كښې شامل دے۔ وزيراعظم شهباز شريف دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قيادت په كچه د پرله پسې رابطو كړۍ ده۔ وزيراعظم شهباز شريف به د دورې په مهال صدر شي جن پنګ سره ملاقات كو?? او دواړو هېوادونو وزيراعظمانو ترمېنځه د پلاويو په كچ به خبرې اترې كو??٬ د دواړو هېوادونو مشران به د ستراتېژك كواپرېشن پارټنرشپ جاج اخلي٬ د دورې په مهال به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كېږي٬ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اېجنډ پېشرفت متوقع دے٬ د دورې په مهال د تفاهم په يو شمېر ي??دښ??ونو او لوظنامو د لاسليك هم امكان دے٬ د وزيراعظم دورې سره د سي پېك منصوبو رفتار د لا ګړندي كېدو هيله ده۔(