اسلام آباد۔22اکتوبر (اے پی پی) د خ??انې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې سي ??ېك به د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ دا خبره ده د خ??لي په ورځ د عوامي جمهوريه چين سفير نونګ رونګ سره ملاقات كښې وكړه۔ د خ??انې وفاقي وزير د چينائي سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان چين سره د ملګرتيا ژورې اړيكې لري كومې چې هرې يوې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطېږي۔ د خ??انې وزير اوسني حكومت ته په پېښو چېلنجونو او هغه پالېسيو رڼا واچوله د كومو مقصد چې په هېواد كښې معاشي او مالياتي استحكام راوستل دي۔ د خ??انې وزير د سېلاب نه ساتلو او پاكستان ته د 15 اربه يو آن په آسانو قسطونو ادائيګۍ كښې په مرسته كولو د چين حكومت او مشرتابه مننه وكړه۔ د چين سفير نونګ رونګ پاكستان لپاره د چين حكومت لخوا د پرله پسې مرستې او ملاتړ پخلي كولو سره په پاكستان كښی په بېلو منصوبو كښې چينائي كمپنيو ته د آسانيو په وركولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ ده د سي ??ېك په برخه كښې د خ??وصي اقتصادي زونز په پرمختګ كښې د چين حكومت لخوا د بشپړه ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان وزيراعظم د چين مجوزه دورې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او هيله ولرلې شوه چې دې دو??ې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي