اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د ماحوليا??ي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيل?? دي چې د ماحوليا??ي بدلون په وجوهاتو كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده۔ كه نړۍ پام ونه كړو نو د پاكستان غوندې ګرم هېوادونو لپاره به ډېرې ستونزې پېدا شي، د ونو پرېكولو لاره نيول د وخت مهم ضرورت دې ، صو??ې دې هم دې پلو پام و??ړي?? د اتلسم بدلون نه پس وفاقي حكومت د صو??و په معاملو كښې مداخلت نشي كولې۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پ?? مهال د نصيبه چنا د پوښتنې په ځواب شيري رحمان ووئيل په سندھ كښې 93 فيصده شجركاري شوې ده، صو??و كښې شجرکارۍ لپاره نيم رقم وفاق وركوي او نيم ھغوي د خپل كلن پرمختيائي فنډز څخه استعمالوي۔ د مولانا عبدالاکبر چترالي په پوښتنه دې ووئيل لس بېليون ټري سونامي منصوبه كښې ټولې صو??ې مركز سره په ګډه كار كوي٬ د بليون ټري سونامي پحقله مونږ په خېبرپښتونخوا كښې كاروائي نشو كولې٬ د اتلسم بدلون نه پس صو??ې خپلواكه دي خو د دې معاملے آډيټر جنرل او نېب هم نوټس اخستې دې۔(